هر کال د ډسمبر میاشت موږ ته دا خبر راکوي چې د ژوند یو کال مو کم شو.
موږ راتلونکی کال د پرمختګ، رڼا او بریالیتوب په امېدونو سره پېل کوو، او فکر کوو چې شاید دا هغه کال وي چې امیدونه به په حقیقت بدل شي.
خو د تېر کال په دې اړه هم فکر کول پکار دي چې څه مو له لاسه ورکړي او څه مو موندلي دي.
آیا د وطن د پرمختګ، آبادۍ، سرسبزۍ، او ملي ارزښتونو د تحقق لپاره مو کوم مثبت ګام پورته کړی؟
آیا موږ د الله جل جلاله د رضا لپاره د یو غریب سره مرسته کوې؟
آیا د خلکو د حقونو ساتنه مو کړې؟
آیا په عبادت کې مو غفلت نه دی کړی؟
د چا زړه خو به مو آزار کړی نه وي؟
د والدینو خدمت مو کړی؟
آیا تاسو خپل ځان او کورنۍ اړه مو پام کړی؟
او داسې ډېر نور مسائل نن ورځ مونږ ورسره لاس او ګرېوان یو.
نو پکار ده چې خپلو نیمګړتیاو ته پوره پاملرنه وکړو تر څو د وطن او ملت د خدمت مصدر وګرځو
#خدیجې بچکې سره مې د 2024 کال وروستۍ ورځ تصویر