لکه څنګه چې د ژمی په روانو ورځو کې د یخنۍ شدت مخ په زیاتیدو دی، د یخو سیمو خلک په ورځنی ژوند کې ورسره مخامخ بنسټیزې ستونزې هم مخ په زیاتېدو ديص چې له امله غریبو او منځنۍ طبقې خلکو ته ژوند کول ستونزمن کړی دی.
له بلې خوا د کار ستونزه له کلونو راهیسې روانه ده او تحصیل کرده بې روزګاره ځوانان په مختلفو تکلیفونو او رواني ناروغیو اخته شوي.
د خوراکی توکو بیې ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي او غیر معیاري توکې پرته له کومې وېرې په ښکاره پلورل کېږی.
نه ثبات او نه اعتدال په نرخونو کې شته او نه هم د غیر معیاري توکو په خرڅلاو باندې کوم کنټرول شتون لری.
د برېښنا کمښت او د څښاک د اوبو کموالی هم په بېلابېلو سیمو کې لیدل کېږي.
د هر حاکم د ثبات ، استحکام او بریالیتوب لپاره اصلی دلیل د عامو خلکو لپاره د خیر ښېګڼې په کارونو کې دی.
حکومت ته پکار ده چې د عاقلانه ستراتیژۍ ، مثبت سوچ او ښه پلان له مخې د یوې ستراتیژۍ په جوړولو سره شته ستونزې حل او د خلکو زړونه لاسته راوړي.
همدا راز هغه خلک چې د ژوند چارې یې ښې روانې دي په دې ستونزمن وخت کې دې د الله د رضا لپاره د بې وزلو سره پرته له هر ډول تبعیض مرسته وکړي