غور او فکر کول د انسانانو ځانګړی وصف دی.
په نړۍ کې زرګونه معاملې شته چې انسان پرې غور کوي
او د نړۍ او د خپل ځان دبدلولو هڅه کوي.
ځینې وخت د معمولی پېښې او خبرې له امله انسان کې بشپړ بدلون راځي.
د نړۍ د بدلولو هڅه کول دومره مهم نه دي لکه څنګه چې د خپل ځان او خپل فکر بدلول مهم دي.
د ښه فکر لرونکي ټولنې د پرمختګ لور ته ځي او بد فکر د بربادۍ دروازې پرانیزي.
زموږ په ټولنه کې د اخوت او محبت ګلونو پر ځای د نفرت ازغیو زیاته وده کړې.
موږ د یو بل سره د مینې او محبت پر ځای د نفرت او بې زارۍ ژوند کولو سره عادت شوي یو.
موږ اخلاق او آدب له منځه وړي نه دي بلکې هغوی مو په نامعلوم قبرونو کې دفن کړي دي.
په هغه ټولنه کې چې د ګناه او ثواب ترمنځ تفکیک له منځه لاړ شي او دواړه برابر وبلل شي، هغه د تنزل ښکار کېږي او مختلفو مشکلاتو، مصیبتونو او آفتونو کې راګیر کېږي.
موږ چې د تباهۍ او بربادۍ په کومه دروازه کې ولاړ یو، دا زموږ منفي فکر پایله ده.
موږ خپل کار هېر کړی او زیاتره وخت د نورو په کار کې عیب لټؤ، بدتمیزي ،بې حیایي او سپک نظر کول او له نورو څخه د تمیز او ادب تمه کول زموږ عادت ګرځېدلی دی.
فکر په غیر ارادي توګه نه بدلیږي، بلکې ددې لپاره انسان ته پخپله هڅه کول پکار دي.
کله چې تاسې ښه فکر کوونکي شئ، نو ښه فکرونه به ستاسې په ذهن کې راشي، مګر شرط دادی چې لومړی تاسو باید خپل ذهن د ښه فکر لپاره جوړ کړئ.
د ښه قسمت بل نوم مثبت فکر او ښه نظر دی.
مونږ باید د خپل ژوند خوشحالو په اړه فکر وکړو.
خلک د جرمونو، بدیو، ټولنیزو خرافاتو، ځان وژنې، غربت، بې نظمي، بدحالي، بې اتفاقي او بې سوادۍ څخه وژغورل شي تر څو د یو خوشګواره، مینې او محبت نه ډک ژوند خاوندان شو.