د دې لپاره چې د ښځو د زده کړې په اهمیت پوه شو، اړینه ده چې په ټولنه کې د ښځو په اهمیت پوه شو. زمونږ مبارک دین اسلام په ټولنه کې د ښځو حقوق واضح کړي دي.
تر اسلام مخکې ښځو په ټولنه کې هېڅ حیثیت نه درلود. نجونې به ژوندۍ ښخېدلې خو د اسلام په راتګ سره د هغوی ټول حقوق محفوظ او تعلیم پرې فرض شو.
رسول الله ﷺ فرمایلي:
“د علم حاصلول په هر مسلمان نر او ښځه فرض دي.”
که چېرته مونږ ټولنې ته د تعلیم په ګاڼه سمبالې میندې وړاندې کړو نو د یو غوره ملت خاوندان به شو
نن سبا زموږ په ټولنه کې وينو چې ښځينه زده کوونکي د ډېرو محدوديتونو له امله له خپلو وړتياؤ ګټه نه شي پورته کولی ځکه چې د ماشومتوب څخه د دوی په ذهن کې دا خبره ده چې ښځې یواځې د کور او پخلنځي کار لپاره ښه دي.
د ښځو د تعلیم او کار لپاره باید داسې ادارې رامنځته شي چې هغوی ځانونه خوندي احساس کړي.
اسلام ښځو ته ازادي ورکړې چې له خپل ټول توان څخه کار واخلي او د ملت په پرمختګ کې برخه واخلي.
خو ددې مانا دا نه ده چې اسلام دې هېر کړي بلکې ښځه باید د اسلام د لارښوونو سره سم دنیوي زده کړې ترلاسه کړي.
تاریخ شاهد دی هغو ښځو چې د زده کړو فرصت ترلاسه کړی او له خپل ټول توان څخه یې کار اخیستی په هر ډګر کې له نارینه ؤ سره څنګ په څنګ ځلیدلي دي.