دا د هر انسان لپاره غوره عمل نه دی چې ځان مهم او پرهېزګاره وګڼي، بلکې د خپل ځان د ښه کولو د خپل شخصیت د توازن او د خپلو اعصابو د آرامولو لپاره تر ټولو ښه عمل دادی چې ټول کارونه په ښه توګه ترسره کړي.
له حالاتو او پېښو سره سم د خپل شخصیت بدلول او له هر ډول چاپېریال سره د ځان د سمون هڅه کول ددې لامل کېږي چې مخکې لاړ شئ او د خپل پوهاوي کچه لوړه کړئ.
که څوک کله هم ستاسې مرستې ته اړتیا ولري په نرمۍ سره یې لاس نیوی وکړئ.
که تاسې سره د مرستې توان نه وي هغه څوک چې د مرستې توان لري هغه ته یې راجع کړئ.
په ټولنه کې د عزت او مقام ترلاسه کول څه آسانه خبره نه ده، د خلکو په زړونو پاچاهي کول پراخه حوصله، نرم مزاج، په غم او خوشحالۍ کې برخه اخیستل، د خلکو خبرو ته د زړه په غوږونو غوږ نیول او عمل کول، د مینې، محبت او صداقت فضأ رامنځته کول، درناوی کول او په اخلاص سره د ټولنې او وطن په خدمت سره ترلاسه کېدی شي.
همداراز د خپلو غلطیو اعتراف کول زده کړئ. خپلې نیمګړتیاوې درک کړئ او د ځان د بدلولو هڅه وکړئ. هېڅ انسان کامل نه دی نو د مخکې تګ لپاره اړینه ده چې په خپلو نیمګړتیاؤ پوه شئ او اصلاح یې کړئ.
خپله ورځ په دعاګانو پیل او پای ته ورسوئ.
هڅه وکړئ چې په آرامه چاپېریال کې له شور څخه لرې د ذهن او زړه په بشپړ تمرکز سره طبیعت نه د خوند په اخیستلو سره د الله تعالی د نعمتونو شکر ادأ کړئ