ام سافت تکنالوژی

0 %
الحاج ډاکټر وحیدالله تړون
د خپل ژوند کتاب دومره ښکلې کړئ چې ټولې پاڼې یې د راتلونکي نسل لپاره د مینې، محبت، یووالي او درنښت هڅوونکي پیغامونه او لارښوونې ولري
  • استوګنځی:
    افغانستان
  • ښار:
    ننګرهار
  • عمر:
    40
پښتو
English
اردو
دری

د ناروغ پالنه او پوښتنه

سپتمبر 29, 2025

لکه څنګه چې د اسلام مبارک دین موږ هڅوي چې د نورو په خوښۍ کې د هغوی په مرسته کولو سره د هغوی خوښۍ زیاتوالي سبب وګرځو همداسې موږ هڅوي چې د نورو درد او رنځ خپل درد وګڼو، په هغه کې برخه واخلو او د حل لپاره یې هڅه وکړو.

د ناروغ دوامداره لیدنې او د مزاج تحلیل متقابلې اړیکې زیاتوي، د یو بل لپاره د خواخوږۍ او شفقت احساس پیدا کیږي، د ناروغ، کورنۍ په د زړه کې د یووالي او درنښت فضأ رامنځته کېږي

د اسلام مبارک دین وائي چې د ناروغ پالنه او پوښتنه د ګناهونو د بښنې او د درجو د لوړولو وسيله ده.

ناروغ که دوست وي یا دوښمن، مالداره وي او که غریب، لیدل یې سنت، اخلاقي دنده او د مسلمان حق دی.

بدبختانه نن ورځ اکثره اړیکې دولت او مقام ته په کتو دي دوستي، خپلولي او رشته دارۍ ته چې غریب وي هېڅوک ارزښت نه ورکوي او نه یې هم په آسانه پوښتنه کوي.

نو د غریب کورنۍ به څه فکر کوي که څوک مالداره وي، يا مقام ولري، يا خاص خپلوان وي نو د هغوی وخت په وخت پوښتنه او پالنه کېږي او که څوک غريب وي نو بغیر د الله نه بله اسره نه لري.

مونږ دې نړۍ ته یوازې د ژوند کولو لپاره نه یو راغلي، بلکې موږ ټول د ژوند کولو لپاره ځینې دلیلونه یا هدف لرو. بریا د زیاتې شتمنۍ د ترلاسه کولو نوم نه دی، بلکې بریا د اطمینان او سکون نوم دی، او اطمینان او سکون د هغه چا لپاره دی چې په دې نړۍ کې د بېوزلو لاس نیوی کوي او خپله ټوله انرژي د الله تعالی په رضأ کې مصرفوي.

تل کوشش وکړي چې په چم ګاونډ، خپلوانو او دوستانو سره پرته د دولت او مقام څخه د زړه له تله مهربانه اوسئ

Posted in لنډې لیکنې
© ۲۰۲۵ ټول مادي او فکري حقونه د ډاکټر وحیدالله تړون ویب پاڼې لپاره خوندي دي، چې د ام سافت ټکنالوژۍ لخوا رامینځته شوې ده.
ایمل: info@msoft.af