ستونزې د قومونو، ډلو او اشخاصو تر منځ د خبرو اترو له لارې حل کېدی شي.
د جګړې پر ځای د خبرو له لارې د شخړو هوارول د سولې د ټینګښت یواځینۍ لار ده.
پرمختللي ټولنې د خپلو وګړو د هوساینې لپاره تل د صبر او زغم څخه کار اخلي او د خلکو زړونه ترلاسه کوي.
د سولې په ارزښت پوهېدل ډېر اړین دي، ځکه له هغې پرته ټولنه پرمختګ نه شي کولی.
د تشدد او جګړې په حالت کې نه یواځې زېربناوې بلکې د خلکو ژوند، تعلیم او روغتیا هم زیانمنېږي.
سوله ایز ژوند ټولنیز ثبات،سیاسي، اقتصادي او فرهنګي پرمختګ او د بشري هوساینې دروازې پرانیزي.
په نننۍ نړۍ کې د شخړو، ترورېزم او عدم برداشت په څېر ستونزې مخ په ډېرېدو دي، چې له امله یې په ټوله نړۍ کې میلیونونه خلک اغېزمن شوي دي.
د سولې د ټینګښت په وړاندې تر ټولو ستر خنډونه د یو بل نه زغمل، قومي او مذهبي تبعیض، اقتصادي بې ثباتي او ترهګري ده.
نن ورځ نړۍ تر بل هر وخت سولې ته ډېره اړتیا لري.
سوله خلکو ته اجازه ورکوي چې له ډار څخه پاک ژوند وکړي.
د شخړو په پایله کې خلک د رواني ناروغیو سره مخ کېږي او د ټولنیز انحراف رامنځته کېدو سبب ګرځي.
دا منم چې د سولې په لاره تګ ډېر ستونزمن دی خو د امکان څخه لرې هم نه دی.
نو زمونږ لپاره ضروري ده چې د راتلونکي نسل د روزنې او سرلوړۍ لپاره داسې تاریخ پرېږدو چې د هغوی د یووالي، آبادۍ، سرسبزۍ، د ملي ارزښتونو د ساتنې او عدم تشدد سبب وګرځي