ښوونکی په ټوله نړۍ کې د هغه وجود نوم دی چې په ټولنه کې د خلکو د اخلاقو او شخصیت په جوړولو کې بنسټیز رول لوبوي .
ښوونکی هغه رهبر دی، چې انسان له تېروتنې لرې کوي، د ښوونکي له برکته انسان ډاکټر، انجنیر، قاضي، جنرال، بیوروکراټ او سیاستوال جوړېږي.
د معلم او شاګرد ترمنځ اړیکه د علم او زده کړې پر بنسټ ولاړه ده، چې زده کوونکی له معلم څخه د علم په اخیستو سره خپل منزل ته ورسېږي، لکه د یوه سمندر په څېر چې ارزښتناک شیان یې په غېږ کې نیسي،معلم د هغه باغ په شان دی چې خوش بوئي هرې خواته خورېږي او د انسان وجود ته سکون وربښي.
Posted in لنډې لیکنې