د تنکیو ځوانانو د استعدادونو لټون د ارواپوهنې په برخه کې یو له مسلکي او مهمو خدمتونو څخه دی چې د تنکیو ځوانانو سره مرسته کوي چې خپل استعدادونه، وړتیاوې او ګټې وپېژني او د هغوی د استخراج او پراختیا لپاره لازم اقدامات وکړي.
بدبختانه چې زمونږ په ټولنه کې هغه څه چې د مشرانو خوښه او رضا وي په خپلو اولادونو یې مني او د اولادونو استعداد او خوښې ته نه کتل کېږي.
که چېرته اولادونو ته د هغوی د وړتیا مطابق اجازه ورکړل شي نو د هغوی اعتماد او باور پخپل ځان لا پیاوړی او د ټولنې د پرمختګ او آبادۍ سبب ګرځي.
د اسلام په مبارک دین کې هم دې مسئلې ته جدي پاملرنه شوې چې د تنکیو ځوانانو وړتیا او پوهه باید کمزوري او له نظره ونه غورځول شي.
Posted in لنډې لیکنې