ښوونه او روزنه یواځې د لیکلو او لوستلو نوم نه دی، بلکې دا یو داسې عمل دی چې انسان ته د ژوند د لارو چارو خبر ورکوي او د ژوند د موخو او وظیفو احساس پیدا کوي.
لوړ شعور د مختلفو قومونو د پرمختګ او تمدن معیار دی، نو په ډاګه ویلی شو چې ښوونه او روزنه هم ددې شعور سرچینه ده.
ښوونه او روزنه په حقیقت کې دوه اساسي موخې لري، د زده کړې لومړی هدف پوهاوی دی.
دا شعور د انسان د انفرادي او اجتماعي ژوند په ټولو چارو کې څرګندېږي لکه د هغه چلند، سلام او وینا، راکړه ورکړه او داسې نور.
دویېم دا چې د کايناتو ترتيب د انسان طبيعي مسؤليت دى، نو د زده کړې دويېمه موخه دا ده چې انسان د هغه مسؤليت لپاره چمتو کوي چې فطرت پرې تحميل کړى دى.
کله چې ښوونه او روزنه په یوه ټولنه کې د یو سیستم په توګه عملي کېږي، نو نصاب ته اړتیا لري.
د نصاب په جریان کې بېلابېل مسائل په پام کې نیول کېږي ترڅو یو بشپړ او جامع نصاب چمتو شي.
نصاب جوړولو وخت کې لومړۍ هغې برخې ته پاملرنه کېږي چې دا مهال په نړۍ کې کوم علوم پر مخ روان دي او ددې تر څنګ به د ټولنې اړتیاوې هم په پام کې نیول کېږي، یعنې کومه موضوع یا څانګه د ټولنې طبیعي اړتیا ده .
د یوې روښانه، پرمختللې، آباده ، با شعوره او اخلاقي ټولنې د رامنځته کولو لپاره ښوونه او روزنه بینادي او بنسټیز ضرورت دی