زموږ مبارک دین کې په ټولنیزو لارښوونو کې عدالت ته ډېر اهمیت ورکړل شوی دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د عدل او انصاف د ټینګښت لپاره ډېرې هلې ځلې کولې.
د سيرت په کتابونو کې ليکل شوي دي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د رسالت نه مخکې د مکې خلکو په خپل منځ کې يو تعهد وکړو چې د عدل او انصاف د ټينګښت لپاره به مبارزه کوو .
د همدې تعهد په اساس د مظلومانو د ملاتړ لپاره يې يو تاريخي تړون چمتو کړو پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د دې تړون برخه وال ؤ او دا تړون د «حلف الفضول» په نامه یادېږي.
د نړۍ نور ملکونه ورځ تربلې مخ په پرمختګ او د اجتماعي عدالت د لا ټینګښت لپاره کوښښ کوي،
مونږ باید کوښښ وکړو چې له دې امتحان څخه بریالی ووځواو د ملت د ارادې واقعي تمثیل سره د خلکو د دعا په برکت د لوی څښتن رضایت ترلاسه کړو.
Posted in لنډې لیکنې