خپلواکي د الله تعالی ستر نعمت دی چې په خپلو بنده ګانو باندې یې پېرزو کړې، ددې ستر نعمت په اړه که څومره هم وغږېږو او یا لیکل وکړو بیا هم کم دی.
د خپلواکۍ لمانځل د ژونديو ولسونو دود او نښه ده.
نن د یو واحد ملت په حیث موږ باید په انفرادي او اجتماعي توګه فکر وکړو چې موږ د لکونو انسانانو په قربانیو ترلاسه شوي آزاد وطن په فضا کې ساه اخلو، آیا موږ یې حق ادأ کوو؟ ایا موږ د شاه غازي امان الله خان د خوبونو او آرمانونو په پوره کېدو کې هلې ځلې کړي؟
راځئ چې د خپلواکۍ ورځ په پوره جوش او جذبه ولمانځو، د وطن پالنې په اړه وینا وکړو، د ملي ارزښتونو د ساتنې په اړه نوي کهول سپارښتنې وکړو، ملي ترانې ووایو، خو یواځې په یوه ورځ یې مه محدودوئ، بلکې د وطن، اسلام او ملي ارزښتونو په اړه خپلې خبرې په عملونو بدلې کړئ، ترڅو د هیواد نوم او نشان مو لوړ شي.
په آخر کې د افغانستان ویاړلي ملت ته د انګرېزي ښکېلاک څخه د ۱۰۵مې خپلواکۍ کلیزې په مناسبت د زړه له تله مبارکي وړاندې کوم