سیاست ډېر پراخه مفهوم دی چې د ټولنې د خدمت لپاره وړاندې شوی.
خو بدبختانه اصل مفهوم څخه یې کار نه اخیستل کېږي.
افرادو او ډلو د ځانګړو تصمیمونو، اقداماتو او پلانونو په واسطه د ټولنې، هېواد یا سازمانونو د چارو د تنظیم او ادارې ته سیاست ویلو شو.
سیاست د ټولنې او دولت په جوړښت کې مهم رول لوبوي.
د سیاست اساسي ستنې
تصمیم نیول او پلان جوړونه، د منابعو او واک وېش، قانون او حقوقي مقررات، ډیپلوماسي او نړیوالې اړیکې، عامه اسانتیاوې، د لومړیتوبونو ټاکل او پېژندل، د ټولنیزو او اقتصادي مسائلو سره مبارزه، د حکومتي کړونو څخه څارنه، د ملي وحدت په تأمین کې رول لوبول، د ملي ارزښتونو څخه دفاع کول، د روښانه راتلونکي لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې او داسې نور مسائل.
په ټولیز ډول ویلی شو سیاست یو پراخ او متحرک ډګر دی چې د بشري ټولنو په جوړښت او وده کې مهم رول لوبوي او د ټولنیز ژوند له مختلفو اړخونو سره تړاو لري.