ام سافت تکنالوژی

0 %
الحاج ډاکټر وحیدالله تړون
د خپل ژوند کتاب دومره ښکلې کړئ چې ټولې پاڼې یې د راتلونکي نسل لپاره د مینې، محبت، یووالي او درنښت هڅوونکي پیغامونه او لارښوونې ولري
  • استوګنځی:
    افغانستان
  • ښار:
    ننګرهار
  • عمر:
    40
پښتو
English
اردو
دری

ښه ملګری

سپتمبر 29, 2025

ملګرتيا مو ژوند ته ارزښت ورکوي او د رواني روغتيا لپاره ښه ملګری دارو دی.

ښه ملګري موږ ته قوي ملاتړ راکوي او موږ ته د مینې او عاطفې احساس راکوي.

ښه ملګري زموږ د رواني او ټولنیز روغتیا حیاتي عناصر دي. له همدې امله دا خورا مهمه ده چې موږ خپل ملګري په هوښیارۍ سره وټاکو او ښه چلند ورسره وکړو.

په هرصورت،د ښه ملګري موندل ستونزمن وي،

ښه ملګری هغه څوک دی چې تل ستاسو تر څنګ وي په ځانګړي توګه د ستونزې او غم په وخت کې.

کله چې تاسې ستونزې سره مخ کېږئ نو ښه ملګری پرته له چې قضاوت وکړي تاسې سره اوږه په اوږه ودرېږي.

ښه ملګری وفاداره، صادقه، سخاوتمنده،با درکه، راز ساوتونکي او بلاخره ښه ملګري د لوی څښتن یوه ځانګړې پېرزوینه ده.

د ښه ملګرتیا په اړه که کتابونه هم ولیکل شي نو کمه ده الله تعالی دې مونږ ته همت راکړي چې د خپلو ملګرو اعتما او باور په هر حالت کې وساتو.

درنو دوستانو دا چې زه په سفر وم نو ومې نه شو کړی چې د ملګرتیا د نړیوالې ورځ په مناسبت په ټاکلي تاریخ تاسې سره خپل نظر شریک کړم، خو متل چې ماهی هر وخت له دریابه ونیسي نو تازه وي

Posted in لنډې لیکنې
© ۲۰۲۵ ټول مادي او فکري حقونه د ډاکټر وحیدالله تړون ویب پاڼې لپاره خوندي دي، چې د ام سافت ټکنالوژۍ لخوا رامینځته شوې ده.
ایمل: info@msoft.af