ام سافت تکنالوژی

0 %
الحاج ډاکټر وحیدالله تړون
د خپل ژوند کتاب دومره ښکلې کړئ چې ټولې پاڼې یې د راتلونکي نسل لپاره د مینې، محبت، یووالي او درنښت هڅوونکي پیغامونه او لارښوونې ولري
  • استوګنځی:
    افغانستان
  • ښار:
    ننګرهار
  • عمر:
    40
پښتو
English
اردو
دری

وطن پالنه

سپتمبر 29, 2025

وطن پالنه د خپل وطن یا هغه ځای سره د مینې احساس چې انسان پیدایښت په کې شوی وي او د هغه شخصیت په کې جوړ شوی وي یو طبیعي او فطري احساس دی چې خدای د انسان په بدن کې پیدا کړی دی.

هغه وخت چې انسان په یو ټاکلي ځای کې ژوند کړی وي (په ځانګړي توګه د ماشومتوب په وخت کې)، د ژوند تاریخ ئې سره له دې که تریخ هم تېر شوی وي په لېدو یې یو ډول خوښي او سکون احساسوي.

که څه هم د ژوند د مناسبو شرایطو نشتوالی، یا په نننۍ عصري نړۍ کې، د ژوند د مناسبو اسانتیاوو نشتوالی، د کارموندنې او حتی د مناسبو سياسي او ټولنيزو شرايطو نشتوالي با وجود هم وینو چې ولس د وطندوستۍ له امله بل هېواد ته زړه نه ښه کوي او د یو با عزته ژوند او امکاناتو لپاره تل مبارزه او خدمت کوي.

وطن پالنه په خپل ذات کې ملي ارزښت دی او د ملي ارزښتونو ساتنه فرض ده.

موټی خاورې د وطن به پرې ور نه کړم

که په سر د ځمکې هر وطن ختن شي

#شاعر

Posted in لنډې لیکنې
© ۲۰۲۵ ټول مادي او فکري حقونه د ډاکټر وحیدالله تړون ویب پاڼې لپاره خوندي دي، چې د ام سافت ټکنالوژۍ لخوا رامینځته شوې ده.
ایمل: info@msoft.af