ګران وطن له ډېرو زړه راښکونکو او په زړه پورې منظرو ډکه ده، چې بې شمېره يې طبیعي او په ځينو کې يې انسان د خپل نقاشۍ له لارې نور رنګونه هم ور زيات کړي دي، چې د ښکلا تر څنګ ځينې صحنې هم خپلې ځانګړتياوې لري.
شپه یې د سپوږمۍ رڼا زړه ته سکون او آرام بښي، سهار یې مسته هوا، د مرغانو چڼهار او د روانو رڼو اوبو ښکلی منظر د ژوند هیلې لا ځلوي.
پاک پروردګار دې زمونږ په جنتي وطن د امن او سکون خوشګواره فضأ لا زیاته معطره کړي
Posted in لنډې لیکنې