مطالعه د روح غذا او د رواني ناروغیو وقایه ده.
کتاب یو ساده دوستانه ښوونکی دی چې موږ ته هغه څه راکوي چې هغه یې لري.
په کتابتون کې د یوې شیبې لپاره ناسته د زمانې د مفکرینو او پوهانو حضور او کړنې در ښائي.
کتابتون د پوهانو معبد او د زده کوونکو او زده کړو لپاره مقدس زیارت دی.
د ټولنې د کلتور،دود او دستور،ملي فکر په پراخولو او د پرمختګ په ګړندي کولو کې د کتاب ژوره اغېزه د انکار وړ نه ده.
د ټولنې هراړخیز پرمختګ او وده د کتاب او مطالعې پرته نه شي کېدی.
که غواړئ چې روښانه راتلونکی ولرئ د کتاب سره تل ملګري اوسئ
#کتاب نړیواله ورځ دې دکتاب او قلم خواري کښو ته مبارک وي
Posted in لنډې لیکنې