عموما، خلک د ژمنتیا یا وعدې په مانا یوازې په الفاظو پوهېږي.
په اسلام کې یې مفهوم خورا پراخ دی.
په دې کې د الله تعالی حقوق، د خلکو حقوق، ټولنه، سیاست، تجارت، اخلاق او دا ټول ډولونه شامل دي.
د ټولنې په جوړولو کې ډیر شیان مهم دي، یو له هغو څخه ژمنتیا ده، چې په دې سره په ټولنه کې داسې انډول رامنځته کېږي، چې فضا آرامه او ټولې ستونزې، که موقتي وي او که دایمي، حل کېږي. د بېلګې په توګه که یو سړی له چا سره کومه معامله وکړي یا وعده وکړي، خو په وخت یې پوره نه کړي، په دې صورت کې یو ډول خپګان رامنځته کېږي.
په قرآن مجید او احادیثو کې په مکرر ډول امر شوی چې له چا سره کومه وعده کوئ، نو په وخت یې پوره کوئ.
Posted in لنډې لیکنې