رښتیني ملګري د ژوند تر ټولو ستر نعمت دی!!!
په ژوند کې اړیکې ډېرې دي خو یوه د دوستۍ اړیکه ده او هره اړیکه یو رنګ لري خو دوستي ټول رنګ لري.
لکه څنګه چې د اوبو تنده په هېڅ دنیاوي نعمتونو نه شي ماتېدی، همداسې د ملګرو نشتوالی هم د دولت او مقام په آرامتیا نه شي پوره کیدی.
په ژوند کې ډېر ملګري راځي او ځي.
انسان د ژوند په هر پړاو کې رښتیني او مخلص ملګري ته اړتیا لري.
Posted in لنډې لیکنې