الله تعالی انسانان په مختلفو رشتو کې سره نښلولي او پیدا کړي دي، چاته یې د پلار حیثیت ورکړی دی او چا ته یې د مور حیثیت ورکړی دی.
د والدینو حق الله تعالی په قرآن کریم کې له خپلې بندګۍ او اطاعت څخه وروسته ذکر کړی دی.
والدین د نړۍ هغه ستر او عظیم شخصیتونه دي چې د اولاد د سالمې روزنې، خوشحالۍ، سرلوړۍ، او کامیابۍ لپاره د پیدایښت څخه د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې تکلیفونه او زحمتونه ګالي.
ګران پلار جان او درنې مور جانې پاک پروردګار مو زمونږ له سره مه کموه، نن چې زه په کوم مقام کې قرار لرم دا ستاسې د تکلیفونو او زحمتونو نتیجه ده.
Posted in لنډې لیکنې