د حق او امانت له صفت پرته انسان نیمګړی ګڼل کیږي، رښتیا ویل په ټولنه کې عزت پیدا کوي، په خلکو کې باور پیدا کوي، د حق په ویلو انسان د هوساینې او ډاډ ژوند تېروي، حقیقت انسان ژغوري، د حق او ریښتیا وینا سره د انسان ارادې لا مضبوطې او ورو ورو د صداقت او ایماندارۍ مقام ته رسيږي، دروغ او فریبکاري انسان د تباهۍ په لور بیائی، او هغه اعتبار او باور چې په ټولنه کې لري ختمېږي. دروغجن خلک تل د ذهني سکون څخه بې برخې او د رحمت پرښتو له لورینې څخه لرې پاتې کېږي.
نو کوشش په کار دی چې خپل ورځنی ژوند په پوره صداقت، ایماندارۍ او حق وینا په ویلو سره تېر او د نورو په زړونو کې ځانګړی ځای پیدا کړو
Posted in لنډې لیکنې