ام سافت تکنالوژی

0 %
الحاج ډاکټر وحیدالله تړون
د خپل ژوند کتاب دومره ښکلې کړئ چې ټولې پاڼې یې د راتلونکي نسل لپاره د مینې، محبت، یووالي او درنښت هڅوونکي پیغامونه او لارښوونې ولري
  • استوګنځی:
    افغانستان
  • ښار:
    ننګرهار
  • عمر:
    40
پښتو
English
اردو
دری

هویت

اکتوبر 2, 2025

ګران وطن “افغانستان” زموږ هویت دی، د نړۍ هرې سیمې ته چې لاړ شو، دا هویت به زمونږ سره وي. دا هېواد زموږ لپاره یواځې د کور په څیر نه بلکې واقعاً یو کور دی. ددې نعمت شکر ادأ کول ډېر ضروري دي چې الله تعالی ګران هېواد افغانستان راکړی دی. دا هغه کور دی چې په کې د ازادۍ ساه اخلو، د الله جل جلاله عبادت بې له وېرې او خطرې کوو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د اولیاء کرامو د عظمت بیان په کې کوو. دا هر څه د هاغې ازادۍ برکت دی چې زموږ نیکونو د خپل سر د قربانولو په بدله مونږ ته راپرېښي دي.

نو مونږ ته هم په کار ده چې د خپل راتلونکي نسل لپاره داسې څه پرېږدو چې د هغوی د ویاړ او افتخار سبب شو.

Posted in لنډې لیکنې
© ۲۰۲۵ ټول مادي او فکري حقونه د ډاکټر وحیدالله تړون ویب پاڼې لپاره خوندي دي، چې د ام سافت ټکنالوژۍ لخوا رامینځته شوې ده.
ایمل: info@msoft.af