ام سافت تکنالوژی

0 %
الحاج ډاکټر وحیدالله تړون
د خپل ژوند کتاب دومره ښکلې کړئ چې ټولې پاڼې یې د راتلونکي نسل لپاره د مینې، محبت، یووالي او درنښت هڅوونکي پیغامونه او لارښوونې ولري
  • استوګنځی:
    افغانستان
  • ښار:
    ننګرهار
  • عمر:
    40
پښتو
English
اردو
دری

مور

اکتوبر 2, 2025

دښکلا ګانو معجزه یی موری

دی ستړی زړه ته می دمه یی موری

حسن ښکلا او محبت یی موری

دننګ زانګو دهمت یی موری

هره ورځ د مور ورځ ده

مور د کور زړه د مینې، عاطفې،احساس، او پاکۍ سمبول ده. مور یو آسماني صفت دی چې له سپېڅلې نړۍ څخه اخیستل شوی چې د ځمکې او هوا په مخلوق کې څرګندیږي. مینه،محبت، پاکوالی، عدالت او تقوا د هغې لوړه څېره راښایي. مور هغه دولت دی چې د ماشوم په پالنه کې د ښکلا غوره ځانګړتیاوې په پام کې نیسي او په دې توګه د ټولو شخصي برخو او امکاناتو څخه تېریږي. مور هغه هنرمنده ده چې د خپلو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو په پایله کې یو ښه لوی شوی، نیک او پرهیزګاره انسان ټولنې ته وړاندې کوي.

زما پتمنې او مهربانه مورې!

نن ورځ چې زه هر څه یم دا ستا د زحمتونو او تکلیفونو نتیجه ده. پاک پروردګار دې زمونږ د کورنۍ له سره مه کموه

نن ورځ می د عمر دریم پړاو شروع کړ په خپل عمر کی د پنځه مختلفو نظامو دړنګیدو او جوړیدو شاهد پاتی شوی یم

دماشومتوب مرحله می په نا پوهی بی پروایی او شوخی تیره کړه

دځوانی مرحله په مختلفو پړاو کی د ټاکلی اهدافو ،ذدکړه ،کورنی جوړښت ، دښه کار ،نیک نوم او انسانیت ته دخدمت په موښه تیره کړه

نن می لمړی ورځ د ژوند دریمی مرحلی چی منځنی عمر یاپه ساده ژبه (سړی توب مرحله ) ته قدم کیښود په ږیره او ویښتانو سپین رنګ را ښکاره شوی په ملا کوپ شوی یم

که ژوند دی مرحلی د عمر کی راسره تر یوحد وفا وکړ نو مخکی له دی چی خپل ابدی ژوند ته لاړشم خپلی کورنی او ټولنی لپاره چی کوم مسولیت د یو انسان په صفت لرم په کلک هوډ او قوی اراده باید اداکړم (انسانیت ته خدمت )

نن می دځان سره حساب وکړ دتیر ژوند نیم ګړتیاوی می چی لرل دځان سره رابرسیره کړ ترڅو د راتلونکی لپاره باید عبرت وی راته دتکرار څخه یی ډډه وکړم

نوټ : تیر کلونه به د ملګرو بیروبار دکلیزی دمبارکی په پار وه نن ورځ زما څخه هم هیر وه د درنو همکارانو دکور اباد وی را یاد یی کړ دوی دی راته اباد وی او ملګری چی را څخه لری تللی الله دی مل شی

دوهم نوت : مقصد ملکرو عمر می حیقیقی دی 37 کلنی لمړی ورځ

موږ کولی شو له کوچنیو مخلوقاتو څخه زده کړو.

“زما پلار مچۍ لري. نن زه هغه ځای ته لاړم او هغه ماته ټول هغه شات وښایه چې هغه له شاتو مچیو څخه ترلاسه کړي و. هغه د شات څخه ډک سطل تی می پام شو چی د شاتو په سر کې 3 وړې مچۍ وې، چی دژوندی پاتی کیدو لپاره یی مبارزه کولو دوی په شاتو کې پوښل شوي او ډوب شوی وی ما له خپل پلار څخه وپوښتل چې ایا موږ له دوی سره مرسته کولی شو او هغه وویل چې هغه ډاډه دی چې دوی به ژوندي پاتې نشي. ځکه دوی په شاتو کی ډوب شوی دی ما بیا ترې وپوښتل چې ایا موږ کولی شو لږ تر لږه دوی وباسو او ژر یې ووژنو، بالاخره هغه و چې ما ته یې درس راکړ چې یو رنځونکی حیوان (یا کیچ) له بدبختۍ څخه وباسم. هغه بالاخره ومنله او مچۍ یې له سطل څخه راوویستلې. هغه یې د چوباني د مستو په یوه خالي کانتینر کې کېښود او پلاستیکي کانتینر یې بهر کېښود. ځکه چې هغه د مخکینیو شاتو راټولولو سره خټکی ګډوډ کړی و، په بهر کې مچۍ الوتلې وې. موږ 3 کوچنۍ مچۍ په کانټینر کې په یوه بنچ کې واچولې او خپل برخلیک ته مو پریخودی زما پلار یو څه وروسته ما ته غږ وکړ چې ما ته وښیې چې څه پیښیږي. دا درې واړه مچۍ د خپلو ټولو خویندو لخوا محاصره شوې وې (ټولې مچۍ ښځینه دي) او دوی نږدې مړه شوي مچۍ پاکولې او د دوی د بدن څخه د شاتو په ایستلو کې یې مرسته کوله. موږ لږ وخت وروسته بیرته راغلو او په کانټینر کې یوازې یوه وړه مچۍ پاتې وه. هغه لاهم د خپلو خویندو لخوا ساتل کیده. کله چې زما د وتلو وخت راغی موږ وروستی ځل چیک کړ او ټولې درې مچۍ دومره پاکې شوې وې چې الوتنه وکړي او کانټینر خالي و. دا درې واړه مچۍ ژوند کاوه ځکه چې دوی د کورنۍ او ملګرو لخوا محاصره شوي وو چې دوی به یې تسلیم نه کړي،

کورنۍ او ملګري چې دوی ته یې اجازه نه ورکوله چې دوی په خپل چپکۍ کې ډوب کړي او د مرستې لپاره یې هوډ وکړ تر څو چې وروستۍ کوچنۍ مچۍ خوشې هم ددی ازاد کړی .

موږ ټول کولی شو له دغو مچیو څخه یو یا دوه شیان زده کړو.”

د اړتیا په وخت کې، پیلیکان خپلو بچو ته خپله سينه د خوراک لپاره زخمي کوی ځکه د وینې تغذیه کولی شي ماشومان ژوندي وساتي تر هغه چې کافي خواړه ورته پیداکړی

مور د الله تعالی تر ټولو غوره ډالۍ ده، چې مور یې د غږ په اورېدلو پوهېږي چې اولاد یی ښه دی او که نه. هو، دا مور ده! دروژی مبارکی میاشتی په برکت الله تعالی دې زموږ ټولو والدینو ته روغتیا او نیکمرغه ژوند ورکړي او هغه کسان چې مور او پلار دې په دې دنیا کې نه وي الله دې د ورته جنت نصیب کړي……. آمین

دمور اوپلار لری والي د تحمل وړ نه ده

خدای ج ددوی دایمی نه شتون نه راښایی

ښوونځي کې ښوونکي ژمنه وکړه چې په ازموينه کې به لومړی مقام اخېستلو ماشومانو ته جايزه ورکوي، څوک چې لومړی راځي نوي بوټان به اخلي، ازموينه ترسره شوه او ټولو يو شان نمرې ترلاسه کړې، اوس ټولو ته يوه جوړه ورکول ناشوني وو. هغه وويل: “راځئ چې قرعه اندازي وکړو، د چا نوم چې واخيستل شي نو نوي بوټان به ورکړل شي او دقرعه کشی لپاره له هر چا وغوښتل شول چې خپل نوم پر کاغذ وليکي او په صندوق کې يې واچوي.”ښوونکي د کاغذ ټوټې په بکس کې ګډې کړې ترڅو د هیچا حق له لاسه ورنکړل شي او بیا یې د ټولو په مخ کې یوه یوه پورته کړه.

کله چې خلاص شو نو د وفا عبدالکریم لیکل شوي وو، ټولو یې ستاینه وکړه، له سترګو یې اوښکې روانې شوې او ثواب یې ترلاسه کړ. ځکه چې هغه د زړو جامو او بوټانو څخه ستړی شوی و. د پلار سیوري یې له سر څخه پورته شوې وه او مور یې بې وسه وه، نو د بوټانو دا ثواب ورته ډیر ارزښت لري.

کله چې ښوونکې کورته لاړه نو دا کیسه یې خپل خاوند ته وکړه چې په ژړا شو، هغې خپله خوښي څرګنده کړه او کله چې پوه شو چې ولې ژاړې، نو په ژړا یې پیل وکړ، د هغه د بې پروایۍ خبره یې وکړه. کله چې ما په بکس کې د کاغذ نورې ټوټې وکتلې، نو ټولو ورته نوم لیکلی و: “وفا عبدالکریم” زه د بی پروایی بخښنه غواړم.

زما یو استاد به ویل چې تر ټولو ښه روزنه په ماشومانو کې د خواخوږۍ پیدا کول او په عمل کې سخاوت ورکول دي. زموږ د ډېرو پلرونو په اړه په کتابونو کې راغلي دي چې په خپلو لاسونو به یې صدقه، خیرات او زکات نه ورکول، بلکې ماشومانو ته به یې ورکول او په هغوی کې به یې وېشل،

چې له امله یې د بې وزلو او بې وسو سره د مرستی احساس پیدا کېږي.

فخر افغان خان عبدالغفار خان یو له هغو سترو شخصیتونو څخه ؤ چې د فکري ثبات، خپلواکۍ ، د ملت د پوهې د کچې د لوړولو، د تاوتریخوالي او تعصب د له منځه وړلو، د نجونو د تعلیم په وړاندې د عامه ذهنیت د بدلولو، د هر ژوندي موجود د حقونو د درناوي لپاره یې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړي.

پاچا خان خپل ټول ژوند د افغانانو د يووالي، د علم او پوهې د ودې او د ډيورنډ د کرښې په ردولو کې وقف کړى و. خان ۲۲ کاله د افغان قومونو د یووالي لپاره د برتانیې او پاکستان په زندانونو کې تېر کړل.

ارواح یې ښاده او یاد یې تل تازه اوسه

په 1307 لېږدیز کال کې د پغمان په لویه جرګه کې د شاه غازي امان الله لخوا د افغانستان د اوسني بیرغ رنګونه د تور بیرغ پر ځای چې له مخکې موجود ‌ؤ, پېشنهاد او تصویب شول. د ملي بیرغ تور رنګ د تاریخ یا د استعمار تور دور سمبول دی, سور رنګ د استعمار پر وړاندې د افغانانو د مبارزې سمبول دی او شین رنګ د آزادۍ او زرغونتیا سمبول دی.

نو په دې اساس ویلی شو, چې د هېواد بیرغ، د خپلواکۍ، ملي پیوستون، یووالي او ملي غرور سمبول دی!

Posted in لنډې لیکنې
© ۲۰۲۵ ټول مادي او فکري حقونه د ډاکټر وحیدالله تړون ویب پاڼې لپاره خوندي دي، چې د ام سافت ټکنالوژۍ لخوا رامینځته شوې ده.
ایمل: info@msoft.af